ژبه

هرات کې د زلزلې له امله تر خاورو لاندې شوو کسانو د ژغورنې عملیات لا هم روان دي

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، هرات کې د خونړۍ زلزلې له امله تر خاورو لاندې شوو کسانو د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

وړمه ورځ غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څو پرله‌پسې زلزلو ولړزول، خو زرګونو کسانو ته یې د هرات په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق نن له غرمې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په زلزله ځپلې سیمه کې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

هغه وایي: «د ماشینونو په مرسته د پېښې په سیمه کې کار روان دی، له لټون او عملیاتو سره هم مهاله د سیمې خلک هم په دې برخه کې مرسته کوي.»

login or register a new account.