د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت په هلوځلو مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل شوه.
د افغانستان بانک وایي چې د څه باندې ۱۸۰ عشاریه څلور میلیون افغانیو زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه یې سوځولي دي.
د افغانستان په چارو کې د م.م ځانګړی همغږيکوونکی وایي، م.م هڅه کوي څو د ا.ا او نړۍوالې ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوی لرې شي او له افغانستان سره پر تخنیکي او پراختیایي مرستو کار وشي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي همغږيکوونکي د افغانستان کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هیڅ هېواد په افغانستان کې جګړه نه غواړي.
کورنیو چارو وزارت وایي، په شپږو میاشتو کې یې پر نشهيي توکو روږدي ۱۱۴۰۰ کسان راټول کړي، ۲۳ ودانیزې پروژې یې بشپړې کړې او پر ۲۲ زره جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار او بنګې یې له منځه وړي دي.
د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د جعل او تذویر د مخنیوي او د شفافیت رامنځته کولو په موخه د اسنادو لېږد رالېږد برېښنایي سیسټم فعال کړ.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د ګوزڼ واکسین د اووه ورځني فرعي کمپاین پر مهال به څه باندې ۶.۳۵ میلیون ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
چارواکو کابل کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د کرنې پر میکانیزه کولو او د کورنیو تولیداتو پر دودولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابروي.
اقتصادي کمېسیون په کور دننه د مالګې اړتیا پوره کولو په موخه د کورنیو فابریکو لپاره د خامو مواد رویالېټي د کمولو پرېکړه کړې او دغه راز د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې یې د «جهان پارک» د جوړولو طرحه تایید کړې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، ترکیه دې له نړۍوالو قوانینو سره سم د افغانانو د جبري ایستلو پر ځای هغوی ته د کار زمینه برابره کړي او په خپله خوښه راستنېدونکي کډوال دې د یوه ګډ میکانېزم له مخې راستانه شی.
په کابل کې د جاپان مخکني سفیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلې چې نړۍ او افغانستان نور یوه تعامل ته ورسېږي او جاپان په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست ترمنځ د برېښنایي پېژندپاڼو او پاسپورټ سیسټمونو د وصلېدو هوکړهلیک لاسلیک شو.