کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د اورتوپیدي ټیم له لوري «د بشپړ مفصل بدلولو» عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
جاپان د هرات له زلزلهځپلو سره د یو میلیون امریکایي ډالرو مرستې اعلان وکړ او اروپایي ټولنې هم ۹۲ ټنه بشري مرسته یاد ولایت لېږلې ده.
د افغانستان بانک وایي چې څه باندې ۹۱۹ میلیون نورې زړې افغانۍ یې سوځولې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې ملا عبدالغني برادر ته د نورو دندو ترڅنګ، د سټنډرډ ملي شورا مشري هم وسپارل شوه.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۰۸ زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې شپږ زره ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.
د افغانستان بانک وایي، نن په ټول هېواد کې د پنځهسوهګون او زرګون زړو بانکنوټونو ټولولو او پر ځای یې د نوو بانکنوټونو د وېش لړۍ پیل کړه.
: د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړونده سیمه کې دیوې چاودنې له امله دوه تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.
د قلم لار ټولنه وايي چې د دې ټولنې بنسټګر مطیعالله ویسا نن له ۲۱۵ ورځني بند وروسته ازاد شو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وایي، اسټرالیا د هرات له زلزلهځپلو سره د ۶۳۱۲۸۰ امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د مالیې وزارت وایي، د حیرتان سرحدي ګمرک کې یې په صادراتي توکو کې د څه باندې ۱۴ کیلوګرامه سروزرو د قاچاق مخه نیولې او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، له افغانستان سره مرستې ډېرې اعلانېږي، خو مثمره پایله یې نه تر سترګو کېږي، مرستې د موسسو په اداري لګښتونو او بېضرورته پروژو مصرفېږي.