افغان او ایراني چارواکو د اوبو مدیریت او په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران د تخنیکي مرستې سربېره پر پانګونې، کرنې او اوبولګونې او د وچکالۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې خبرې کړې دي.
د افغانستان امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت وايي، هېواد ته له پاکستانه راستانه شوي د محتسبینو په شرایطو برابر افغان کډوال په دغه وزارت کې په دندو ګوماري.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات په اسلامکلا بندر کې د یو نیم میلیون ریال، ۴۵۰ زره یورو او ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وايي، سوېلي کوریا له افغانستان سره د یو میلیون امریکایي ډالرو مرستې اعلان وکړ.
پولیس وایي، کابل ښار کې یې د غلو یوه نهه کسیزه ډله د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت غلا شوو توکو سره نیولې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د کډوالۍ په برخو کې د ملګرو له استازو سره په لیدنه کې له هغوي غوښتي چې په کوربه هېوادونو فشار راولي ترڅو د کډوالو د منل شویو حقوقو له نقض څخه لاس واخلي.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د هېواد په ۸ ولایتونو کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې نږدې ۶۹ زره جربیه ځمکه راګرځول شوې ده.
د افغانستان د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونه وایي، له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو کورنیو ټولو ماشومانو او افغان محصلینو ته چې زدهکړې یې پای ته نه دي رسېدلې، د زدهکړو زمینه برابروي.
د مالیې وزارت وايي، د هېواد له بزګرانو د ملاتړ په موخه، تازه املوک په موسمي تعرفه کې شامل او ۳۰ سلنه ګمرکي محصول ورته وټاکل شو او د کچالو موسمي تعرفه له ۳۰ سلنې ۵۰ سلنې ته لوړه شوه.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په راتلونکو ۷ میاشتو کې به د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خوړو نه خوندیتوب کچه لوړه شي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، تورخم او سپینبولدک ته یې په وسایلو سمبال ډلې استولې دي، څو هېواد ته راتلونکي افغان کډوال په منظم ډول ثبت کړي.
د افغانستان بانک وایي، هرات کې یې د ۵۴۱ میلیونه او ۱۸۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي شلګون او پنځوسګون بانکنوټونه سوځولي دي.