ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څه باندې ۵۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت نور زاړه بانک‌نوټونه وسوځول شول

د څه باندې ۵۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت نور زاړه بانک‌نوټونه وسوځول شول

author avatar
1 Nov 2023 - 11:02
د څه باندې ۵۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت نور زاړه بانک‌نوټونه وسوځول شول
author avatar
1 Nov 2023 - 11:02

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وایي، هرات کې یې د ۵۴۱ میلیونه او ۱۸۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي شلګون او پنځوس‌ګون بانک‌نوټونه سوځولي دي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بانک‌نوټونه د بانک قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو پر بنسټ د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې له کره شمېرنې وروسته تېره ورځ سوځول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان بانک لومړي مرستیال نوراحمد آغا ویلي چې د زړو بانکنوټونو د راټولولو او په نویو بانکنوټونو د بدلولو بهیر د خلکو د راکړې ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه روان دی.

سرچینه زیاتوي، د دغه بانک لومړي مرستیال د بانکنوټونو د ژر زړېدو لامل په بازار کې د نغدو پیسو کارول او د اداینې د برېښنايي سیستمونو او اعتباري کارتونو نه کارول، د یو شمېر هېوادوالو له خوا په ناسمه توګه د پیسو شمېرل او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل په ګوته کړي او له خلکو یې غوښتي چې د افغانیو ساتنې ته پاملرنه وکړي څو له ټاکلي وخت مخکې زړې نه شي.

د افغانستان بانک د روانې لړم میاشتې په لومړۍ او دویمه ۴۲۰ میلیونه او ۸۳۱ زره افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي له یوه‌ګون تر زرګون بانک‌نوټونه د کندهار په سوېل لوېدیځ زون او وړمه ورځ د ۹۱۹ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت راټول شوي زاړه له لسګون تر زرګون بانکنوټونه  هرات کې وسوځول.

Views: 1039

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.