ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان د هرات له زلزله‌ځپلو سره د یو میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه

جاپان د هرات له زلزله‌ځپلو سره د یو میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه

author avatar
31 Oct 2023 - 11:02
جاپان د هرات له زلزله‌ځپلو سره د یو میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه
author avatar
31 Oct 2023 - 11:02

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): جاپان د هرات له زلزله‌ځپلو سره د یو میلیون امریکایي ډالرو مرستې اعلان وکړ او اروپایي ټولنې هم ۹۲ ټنه بشري مرسته یاد ولایت لېږلې ده.

په تېره تله میاشت کې او له هغه وروسته هرات او د هرات شاوخوا ولایتونو کې پرله‌پسې زلزلې وشوې.

پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د هرات په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې د زلزلې له امله له ۴۰۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان په لوېديځ کې د هرات ولايت په زلزله‌ځپلو سيمو کې د خوراکي توکو د بېړنۍ مرستې لپاره د جاپان له خوا د يو ميليون امريکايي ډالرو مرستې هرکلی کوي.»

سرچینې زیاته کړې، دا اړینه مرسته به په هرات کې د زلزلې له امله اغېزمن شوي نږدې ۳۳ زره خلکو سره مرسته وکړي.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یادې ټولنې له خوا د بشردوستانه مرستو په لړ کې تېره ورځ هرات ته د زلزلې له امله اغېزمنو خلکو ته ۹۲ ټنه اړین توکي رسېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، یاده مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې لېږدولې چې کمپلې، خېمې، درمل او خوراکي توکي په کې شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د هرات له زلزله‌ځپلو سره نورې مرستې هم وکړي.

د یادونې ده، د ګڼ شمېر هېوادونو، سازمانونو، خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو، ملي لوبغاړو او د افغانستان سرپرست حکومت په ګډون د هرات له زلزله‌ځپلو پر خوراکي مرستو سربېره میلیونونه نغدي مرستې هم وشوې.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.