د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي، د لومړنیو اټکلونو او سروېګانو له مخې، افغانستان کولای شي نږدې ۳۱۸ ګیګاواټه برېښنا د نوېکېدونکې انرژۍ له سرچینو تولید کړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال له یوناما غوښتي چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عامه کتابتونونو ودانیو جوړولو، ډیجیټل سیسټم او ګرځنده کتابخونو رامنځته کولو او د هغو د تجهیز برخو کې له دغه وزارت سره مرسته وکړي.