د اسلامي امارت درېګونو محاکمو د تېر یوه کال په موده کې د افغانستان په کچه څه باندې ۱۸۵ زره دوسیو ته رسېدنه کړې او دغه راز د سترې محکمې د وثیقو څانګو څه باندې ۱۷۹ زره وثیقې اجرا کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د عمان پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت د فعالیت بیا پیلېدل به د کابل او مسقط ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او ديني اړيکو په پياوړتيا کې رغنده رول ولوبوي.
په کابل کې د ازبکستان سفیر د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره د مخه ښې په لیدنه کې ویلي، د هېواد پانګهوال یې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
د کابل ښار په نولسمه ناحیه کې د ۱۴،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د پوهنې وزارت د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د پنځم او شپږم اداري بستونو په ګډون د ښوونکو ۸۱۶۵ بستونه ازادې سیالۍ ته سپارلي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېر یوه کال کې یې څه باندې پنځه میلیون وګړو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي، له یو میلیون څخه زیاتو زیانمنو سره یې مرسته کړې و همداراز د هېواد په کچه یې ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول کړي دي.
د اسلامي امارت ريیسالوزراء د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو د چارو د پیل مراسمو کې ویلي، دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته کړي او د دواړو هېوادونو ملتونو ته به یې ډېره ګټه ورسېږي.
د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وایي، د ټاپي او نورو سیمهییزو پروژو تطبیق به د اړوندو هېوادونو لپاره د اقتصادي ګټو ترڅنګ، د سیمې پر ثبات او امنیت مثبت اغېز ولري او د بېکارۍ کچه به ټیټه کړي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په تخار کې د ۳۸۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو کانالونو د تحکیماتو او بیارغونې او دغه راز پروان کې د ۱۴ ميليون افغانيو په لګښت د يوه استنادي دېوال د رغونې چارو د پیل خبر ورکړ.
رسنیو راپور ورکړی چې په نایجیریا کې د تېلو یوه ټانکر د چادونې له امله ۴۸ کسان مړه شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د تېر یوه کال په اوږدو کې یې د هېواد په کچه د قومونو او قبیلو ترمنځ څه باندې ۳۰۰ لویې او څه باندې ۵۰۰ وړې شخړې او دښمنۍ حل و فصل کړې دي.
د افغانستان بانک وایي، په تېر یوه کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتنه په ښه ډول شوې او په سوداګریزو بانکونو کې د پېرودونکو پر امانتونو د محدودیتونو کچه هم راټیټه شوې ده.