کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): رسنیو راپور ورکړی چې په نایجیریا کې د تېلو یوه ټانکر د چادونې له امله ۴۸ کسان مړه شوي دي.
د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه چاودنه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د تېلو یوه ټانکر له یوې لارۍ موټر سره ټکر وکړ.
سرچینې د نایجیریا چارواکو له قوله ویلي چې په دغه پېښه کې په لارۍ کې د سپرو کسانو له ډلې ۴۸ تنه مړه شوي دي.
د سرچینې د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې یاد هېواد کې د تېلو ټانکرونو د ټکر ۱۵۳۱ پېښې شوې چې له امله یې ۵۳۵ کسان مړه شوي او ۱۱۴۲ نور په کې ژوبل شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن