Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ټولګټو وزارت وايي، د نږدې ۲۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د کندهار – هرات پر لویه لار د اتو جوماتونو د جوړولو چارې پيل شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې افغانستان ۷۸ کاله مخکې په همدې ورځ (د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه) د ملګرو ملتونو غړی شو.
د جرمني په پلازمېنه برلین کې د افغانستان سفیر او د دغه هېواد په بن ښار کې د افغانستان کونسل له خپلو دندو استعفا کړې ده.
د رياستالوزراء سياسي مرستيال په افغانستان کې د زدهکړو پر پراختیا او متوازن انکشاف د ټینګار سربېره ویلي، د مدرسو زدهکوونکي باید د دیني زدهکړو ترڅنګ په اداري اصولو او پوهې هم ځانونه سمبال کړي او اړین عصري علوم زده کړي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۶۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې د میدانوردګو لوړو زدهکړو موسسه کې د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې شوې.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وايي چې د روان لمریز کال په تېرو پنځو مياشتو کې د افغانستان په کچه لس میلیارده او ۴۰۹ میلیون افغانۍ کونډو، يتيمانو او معلولينو ته د بانکي سیسټم له لارې وېشل شوې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د غږیزو اړیکو او انټرنېټي کڅوړو لپاره یې نوې بیې ټاکلې چې د راروان زېږدیز کال له پيله به عملي شي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې له یوې موسسې سره یې د نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د چرګانو سکټور د پر ځان بسیاینې پالیسي د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه.
د امر باالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت سرپرست فراه ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، اسلامي نظام له امر باالمعروف او نهی عنالمنکر پرته نشي بشپړېدای او له خلکو یې غوښتي څو دې برخه کې د منفي تبلیغاتو ښکار نشي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست له محتسبینو غوښتي چې په خپلو دعوتي او اصلاحي چارو کې له نرمښت او غوره چلند کار واخلي او د ولسي وګړو خصوصي حريم ته درناوی وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP