د کونړ په ناړۍ او څوکۍ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۶۲ پروژو او د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۲۳۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې جوړېدو چارې بشپړې شوې.
د روسیې فدراتیف ماردوفیا ولسمشر د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د لرګیو، درملو جوړولو، کرنې، ودانیزو او الکترونیکي توکو صنعتونو برخو کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت وایي چې د قطرله خوا د بغلان سېلابځپلو ته د مرستې درېیمه جوپه د مزارشریف هوايي ډګر ته رارسېدلې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، له نړۍوالو مرستو د اعظمي استفادې لپاره اړينه ده د مرستو نوعيت او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.
په غور کې د شاوخوا ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۲ چکډیمونو جوړولو چارې پیل او دغه راز د فاریاب په درېیو ولسوالیو کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې شوې.
په کابل کې د چین سفیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ګډې همکارۍ او اړیکې کولای شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ خپل متقاعد علمي غړي څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني ته د کاندید اکاډمیسین رتبه په داسې حال کې ورکړه چې نوموړي د کرنې برخه کې ۳۰ اثار او ۹۶ مقالې لیکلي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د جاپان سفیر سره په لېدنه کې ویلي، اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه د ولس د ستونزو د حل په هڅه کې دی او افغان حکومت له نړۍ سره مثبت تعامل او پراخې اړیکې غواړي.
د ایران د مرکزي بانک مرستیال د افغانستان د مالیې وزارت له مرستیال سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا د ټینګار ترڅنګ له افغانستان سره د بانکي سکتور برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سرپرست په ترکیه کې د علماوو مشورتي غونډې ته په وینا کې له اسلامي نړۍ غوښتي چې فلسطین کې د جنایتونو پر وړاندې ګډ دریځ غوره او له فلسطینانو قاطع ملاتړ اعلان کړي.
د کابل ښاروالي وايي چې د ښار د پنځمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د سړک او کوڅو جوړولو د درېیو پروژو چارې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې د ایران کانونو مهندسي نظام له سازمان سره د دوه اړخیزه همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.