د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې د نوو میکانیزمونو پر ځای باید د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې له افغان حکومت سره پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې اترې وشي.
د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، ازبکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته ژمن دی اوغواړي د ا.ا په ملتیا اوږدمهاله اقتصادي پروژې پیل کړي.
د افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو له کامګار شرکت سره د حيرتان بندر اړوند د نايباباد سټېشن د پراختيا هوکړهلیک لاسليک کړ.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د ښار پنځمې حوزې اړوند کارته مامورین سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې درې غله وژل شوي او یو بل یې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې بغلان، تخار، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۶۲ کسان مړه او ۲۲۶ نور ټپیان شوي او دغه راز ۸۸۰۰ کورونه په قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
افغان او ازبک چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، سیمهییز اتصال، ترانزیټي پروژو، سوداګرۍ او ګډې پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په بغلان کې له سېلابځپلو سره لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت به تر هغه د هغوی ترڅنګ ولاړ وي څو یې ژوند بېرته عادي حالت ته نه وي راغلی.
په کابل کې د جاپان سفارت افغانانو ته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه اعلان کړي دي.
کابل کې د چین سفیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي، لېواله دي چې د واخان له لارې افغانستان ته د نوري فایبر کیبل وغځوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله زیانمن شوو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه کمېټې جوړې شوې.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر وکړ.
اسلامي امارت په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې له سېلابځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ اړوند ادارو او د ولایتونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې څو د خلکو د ژغورنې، د مړو راایستلو او د ټپيانو درملنې لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.