لغمان کې د څه باندې ۲۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۴ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او دغهراز ميدانوردګو کې د اته میلیونه افغانيو په ارزښت د څلورو ښوونځيو د بیارغونې چارې پيل شوې.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۲ زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۵۹۰۰ ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر زندانونو د ۴۲ بندي افغانانو د خلاصون پرېکړه وشوه.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال وايي چې اسلامي امارت له ټولو امکاناتو سره د الکترونیکي حکومتولۍ پراختیا او بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو د استفادې لپاره هلې ځلې کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اغاخان بنسټ له اجرائیوي رییس سره په لیدنه کې ویلي چې دغه بنسټ دې د افغان ولس هوساینې په موخه خپل فعالیتونه نورو برخو ته هم وغځوي.
رییسالوزراء د سرې میاشتې نړۍوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي، د مرستندویه ادارو مسوولیت جوړېږي چې له افغانستان سره په روغتیایي، اقتصادي، بیارغونې او نورو برخو کې خپلې مرستې تر پخوا زیاتې او چټکې کړي.
د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند ده افغانانو سیمه کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې بشپړې شوې.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ا.ا کې هیڅوک د چا حق نه شي خوړلی او که څوک د خپل حق تلف کېدو په اړه اندېښنه لري، کولای شي چې محاکمو ته مراجعه وکړي او هغوی په پوره استقلالیت خپل کار مخ ته وړي.
افغان چارواکو د روغتیا له نړۍوال سازمانه د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره د مجهز مرکز جوړولو، د روغتیايي خدمتونو رسولو، د ساري ناروغیو په کنټرول او د روغتیايي سیسټم پیاوړتیا کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
کابل کې د سیروم جوړونې یوې خصوصي فابریکې په لومړی ځل د ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو میلیون او ۸۰۰ زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي چې تخار کې د ۹ میلیون افغانیو په پانګونه د صابون تولیدولو یوه فابریکه پرانیستل شوه.
د سترې محکمې ریيس وايي، د محاکمو مسوولین او منسوبین باید په ځانونو کې داسې اوصاف پيدا کړي چې له نورو خلکو سره يې څرګند توپیرموجود وي او له مراجعینو سره دې له پوره حوصلې کار اخلي.