د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره لیدنه کې له اسرائیل سره د دغه هېواد سوداګریز پرېکون دریځ ستایلی او د دې ترڅنګ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم غېږېدلي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د ګمبیري بند تفصیلي ډيزاین چارې بشپړې شوې او د جوړولو پروژې تړون به یې ډېر ژر له دوو ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت نه یوازې چې له عصري علومو سره مخالف نه دی، بلکې د عصري او دیني علومو طرفدار دی.
کابل ښاروالي وايي چې د دغه ښار د پنځمې ناحیې اړوند په بېلابېلو سیمو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د کوڅو پخولو د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې دي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل بادام باغ څېړنیز فارم کې «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ کړ.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار د مومندو له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا هېڅکله د حق په مقابل کې د قوم، ژبې او سمت طرفداري نه کوي او ټولو افغانانو ته د خپلو حقوقو د تامین طرفدار دی.
ټولګټو وزارت وايي، سالنګ لویه لار چې د واورې ورېدو، توپان او د لید ساحې محدودیت له امله تېره شپه د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار بېرته د مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
په کابل کې د چین سفیر وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د لا پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو او رشتو کې افغان محصلینو ته د تحصیل زمینه برابره کړې او د طب په ګډون په نورو برخو کې د افغانانو ظرفیت لوړولو په موخه د زدهکړو لنډمهال پروګرامونه برابروي.
کابینې پرېکړه کړې چې د هېواد پنځو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بستهبندۍ، بارګیرۍ او تخلیې لپاره ځانګړې شوې ځمکه کې دې د مرکزونو جوړېدو عملي چارې پیل شي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، اوسمهال د هرات نورالجهاد سب سټېشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تخنیکي مسایلو له حل کېدو وروسته دا سب سټېشن فعال شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د هرات – غور سړک جوړولو چارې پیل شوې.
ځینو چارواکو په کابل کې د مجاهدینو د بریا ورځې (د غویي اتمه) په نمانځغونډه کې وویل چې ا.ا د جهاد ارزښتونه ساتلي، خو دښمن لا هم په کمین دی او هڅه کوي چې افغانان سره ووېشي.