ژبه

تازه خبرونه
متقي له اسرائیل سره د ترکیې سوداګریز پرېکون دریځ ستایلی

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره لیدنه کې له اسرائیل سره د دغه هېواد سوداګریز پرېکون دریځ ستایلی او د دې ترڅنګ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم غېږېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ترکيې له سفير جنګ اونال سره ولیدل.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې متقي د اسرائیل صهيونيستي رژیم پر وړاندې د ترکیې تجارتي پرېکون د دریځ ستاینه وکړه او دغه راز پر دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د وروستیو مثبتو اقداماتو، د ګڼو هېوادونو د سياسي او اقتصادي لوړرتبه پلاوو د راتګ په اړه هم خبرې اترې وشوې.

سرچینه زیاتوي، متقي له ترکیې سره د لاجورد له لارې د تجارت پیل، د ترکيې او افغان تجارانو په ګډو هڅو په ترکیه او افغانستان کې د مشترکو نندارتونونو پرانیستلو په اړه هم بحث وکړ.

سرچینه وایي چې په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر وویل: «موږ د افغانستان پر وروستیو پرمختګونو خوښ یو او هڅه باید وشي چې د ترکیې او افغانستان اړیکو د لا پراختیا په اړه ګډ کار وشي.»

نوموړي زیاته کړې چې په راتلونکو نږدې ورځو کې به د ترکیش هوایي شرکت الوتنې کابل ته عملاً پیل شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې تاریخي او ښو اړیکو ته په کتو د دواړو ولسونو د توقعاتو پوره کولو لپاره د مشترکو هلو ځلو په ترسره کولو ټینګار وشو.