ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه لار بېرته د مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار بېرته د مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه

author avatar
30 Apr 2024 - 11:25
د سالنګ لویه لار بېرته د مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه
آرشیف
author avatar
30 Apr 2024 - 11:25

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): ټولګټو وزارت وايي، سالنګ لویه لار چې د واورې ورېدو، توپان او د لید ساحې محدودیت له امله تېره شپه د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار بېرته د مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د سالنګونو لویه لار د واورې ورېدو، توپان او د لید ساحې د محدودیت له امله د تېرې شپې له اتو بجو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار ۷:۰۰ بجې د غويي په ۱۱مه د لویو او کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.»

حق‌شناس زیاته کړې چې نن په سالنګونو کې هوا ورېځ ده، په ځینو ځایونو کې واوره او باران وریږي، په ورته مهال د سالنګونو د ساتنې او څارنې ماشینرۍ له لوري پر واوره د رېګ او مالګې شیندولو لړۍ پیل شوې ده.

هغه لیکلي چې ټولګټو وزارت له هېوادوالو او موټرچلوونکو غوښتي چې د هوا تر ښه کېدو پر دغه لار د سفر لپاره پوره چمتووالی ونیسي، له ژمنيو وسایلو کار واخلي او د سالنګونو موظفینو لارښوونو ته پاملرنه وکړي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.