د کورنیو چارو وزارت وایي، ایران کې یو تښتول شوی افغان هرات کې او یو ماشوم خوست کې د انسانتښتوونکو له منګلو ژغورل شوي دي.
د افغانستان د ټولګتو وزارت وايي چې د غور– هرات او غور – فاریاب، د نورستان درېیو ولسوالیو لارې او د فراه – هرات لویه لار د بارانونو، سېلابونو او غرښویېدنې له امله په موقت ډول تړل شوې دي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان له دغه سازمان سره د اړیکو لا زیاته پراختیا غواړي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راتلو له امله ۲۹ کسان مړه، اووه نور ټپیان او ۷۲ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په لومړي ځل د روزنک اوسپنې پټلۍ له سټېشنه ترکیې ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه توکي صادر شول.
د اسلامي همکاریو سازمان د امریکا له خوا په امنیت شورا کې د فلسطین بشپړغړیتوب ویټو کول غندي او وايي چې دغه اقدام د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ حق پر وړاندې لوی خنډ دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، پر هغو څلورو بهرنیو شرکتونو یې بندیزونه لګولي چې د پاکستان بالسټیک توغندیو پروګرام لپاره یې د موادو په برابرولو کې مرسته کړې ده.
د کابل ښاروالۍ وايي چې د ښار د نولسمې ناحیې په درېیم او څلورم ګذر تنګي غارو او څرخي پله سیمو کې د ۱۷،۹ میلیون افغانیو په لګښت د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې.
راپورونه وايي چې سبا ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه سازمان کې د فلسطین د بشپړغړیتوب په اړه رایه اچوي.
افغانستان کې د ناروې کمېټې د بشرپالو پروګرامونو مسوول د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې څلورو ولایتونو کې د قوریو جوړولو لپاره ۲۵۰ زره ډالر ځانګړې شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې کابل سیند کې اچول شوو کثافاتو د ماهیپر، سروبي او نغلو برېښنا پر تولیدي فابریکو منفي اغېزه کړې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت سږ کال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په داسې حال کې د ۱۵۵ چکډیمونو جوړولو پلان لري چې تېر لمریز کال درېیو وزارتونو د هېواد په ډېری ولایتونو کې ۱۹۸ چکډیمونه جوړ کړي دي.