د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې اوسمهال په هېواد کې د لوی مقیاس ۲۹ او د کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي چې د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړي تمیمالرحمن رحماني د تکواندو نړۍوالو ازادو سیالیو کې خپلو درېیو سیالانو ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې واخیست.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې د ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا او فټنس ترسره کېدونکو اسیایي سیالیو کې ګډون کوي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړې چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو په بریدونو کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي او پنځه نور ټيیان دي.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي چې د هېواد ملي لوبغاړي محسن رضایي د تکواندو نړۍوالو ازادو سیالیو کې خپل قزاقستاني سیال ته ماته ورکړه او په دغو سیالیو کې یې بل پړاو ته لاره ومونده.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د د اګسټ ۱۴مې نمانځلو په مناسبت هوایي ډزو کې درې کسان وژل شوي او د څلورو ښځو په ګډون ۷۵ نور ټپیان دي.
د ایټالیا په سوېلي ټاپو لامپیدوسا کې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ۶۰ نور ژغورل شوي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام وايي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي خو د دغه هېواد ښارونه لا د دومره چټکې پراختیا لپاره چمتو نه دي.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې د هېواد د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې لپاره په بېلابېلو وزني کټګوریو کې ۵۴ ورزشکاران وټاکل شول.
د عدلیې وزارت وايي چې تېره میاشت په لسو ولایتونو کې څه باندې ۳۷ زره جریب ځمکه بېرته راګرځول شوې او په ۱۸ ولایتونو کې څه باندې یو میلیون جریب امارتي ځمکه تثبیت شوې ده.
د افغانستان د جوجیتسو پخواني ملي لوبغاړي سهیل فدایي د ازادو سیالیو په یوه لوبه کې خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړه.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د پياوار کارتلرونکو افغان کډوالو د ایستلو موده د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې غځول شوې ده.