د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي او د روسیې په څېر دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.
د روسیې له خوا د افغانستان د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندلو وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی چې بیجینګ د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراختیا ملاتړ کوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ویلي، تمه لري چې حماس په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند د طرحې په تړاو خپله پرېکړه وکړي.
د فغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د اسیا ملتونو جام (کافا) د ګروپي پړاو سیالیو لپاره د افغان فوټبال ملي لوبډلې سیال ټیمونه اعلان شول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وروستیو ټیلېفوني خبرو یې د اوکراین جګړې پای ته رسولو په تړاو هڅو کې هیڅ پرمختګ نه درلود.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه نهايي شوې او هڅه کوي چارې یې له کوم ځنډ او خنډ پرته پر مخ ولاړې شي.
د راپورونو له مخې، د اندونیزیا د بالي ټاپو په یوه ساحل کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸ نور لادرکه دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې پر یوه دولتي موټر چاودنه شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د ارزوګان په چنارتو ولسوالۍ کې د «شفلوغ بند» جوړولو چارې د څه باندې ۱۶۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې له ۲۰۲۴ میلادي کال راهیسې یې په افغانستان کې تر ۲۰۰۰ ډېرې ساده او له اقلیم سره برابرې شنې خونې جوړې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ.
ناروې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه لس میلیونه نارویژي کرون (نږدې یو میلیون امریکايي ډالر) مرسته اعلان کړې ده.