د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې له ۲۰۲۴ میلادي کال راهیسې یې په افغانستان کې تر ۲۰۰۰ ډېرې ساده او له اقلیم سره برابرې شنې خونې جوړې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ.
ناروې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه لس میلیونه نارویژي کرون (نږدې یو میلیون امریکايي ډالر) مرسته اعلان کړې ده.
د مالیې وزارت وايي چې د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد له ځینو ګمرکونو ۱۶۵ ټانکره بېکیفیته وارداتي تېل بېرته ګرځول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په جون میاشت کې له ایرانه څه باندې ۱۶۰ زره افغان کډوال د هرات د اسلامکلا بندر له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی احمدولي هوتک له خپلې وروستۍ بریا وروسته نن بېرته هېواد ته راستون شو.
کندوز ولایت کې د څلورو لوبډلو په ګډون د «واخان ملي شلاوریز جام» په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د مویتای ملي لوبغاړي سید روحالله موسوي د اسیا تلولۍ سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د کابل ښار د اتو کلبونو د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسیک پاورلیفټینګ سیالۍ نن پیل شوې.
د راپورونو له مخې، د سوریې په پلازمېنه دمشق کې په یوه کلیسا کې د یکشنبې ورځې ځانمرګي برید له امله ۲۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۵۲ نور ټپیان دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي روسیې ته ځي او ټاکل شوې د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.