Language

تېره میاشت د هېواد له ګمرکونو ۱۶۵ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ګرځول شوي

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وايي چې د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد له ځینو ګمرکونو ۱۶۵ ټانکره بې‌کیفیته وارداتي تېل بېرته ګرځول شوي دي.

مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د روان ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد له ځینو ګمرکونو ۱۶۵ ټانکره واردېدونکي بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې ۴۷ ټانکره ډېزل د فراه له ګمرکه او ۱۱۶ ټانکره ډېزل او دوه ټانکره پټرول د نیمروز له ګمرکه ګرځول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د مالیې وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست د ټاکل شوو معتبرو معیارونو له مخې، هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو د وارداتو زمینه برابروي او د بې‌کیفیته هغو مخنیوی کوي.