Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د پاورلیفټینګ سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وايي، د کابل ښار د اتو کلبونو د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسیک پاورلیفټینګ سیالۍ نن پیل شوې.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د پاورليفټينګ او ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار د اتو کلبونو د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ نن د کلاسيک پاورليفټينګ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

یادې سیالۍ به درې ورځې به دوام ولري.

سرچینې زیاته کړې، په دغو سیالیو کې به ورزشکاران په څلورو وزني کټګوریو له ۵۳ کیلوګرامه څخه نیولې تر ۱۲۰ کیلوګرامه پورې وزنونو کې له یو بل سره سیالۍ ترسره کړي.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پای کې به ۳۶ غوره ورزشکاران د کابل ولایت د کلاسیک پاورلیفټینګ منتخبې لوبډلې لپاره انتخاب شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.