منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:56 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

د دمشق په یوه کلیسا کې برید؛ د وژل شوو کسانو شمېر شلو ته رسېدلی

د راپورونو له مخې، د سوریې په پلازمېنه دمشق کې په یوه کلیسا کې د یکشنبې ورځې ځانمرګي برید له امله ۲۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۵۲ نور ټپیان دي.

· 1 دقیقه لوستل · 228 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د سوریې په پلازمېنه دمشق کې په یوه کلیسا کې د یکشنبې ورځې برید له امله ۲۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۵۲ نور ټپیان دي.

رویټرز نن په یوه راپور کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ د سوریې د پلازمېنې دمشق د «مار الیاس» په کلیسا کې د پروني برید له امله لږ تر لږ ۲۰ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان دي.

په راپور کې د سوریې د کورنیو چاور وزارت له قوله لیکل شوي: «ځانمرګی بریدګر د اسلامي دولت غړی و، هغه کلیسا ته ننوت، ډزې یې وکړې او بیا یې خپل له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته دا په دمشق کې «لومړی ځانمرګی برید» دی چې ترسره کېږي.