د اندونیزیا د هلال احمر او جوماتونو شورا رییس د رياستالوزراء له اداري مرستيال سره په لیدنه کې افغان ځوانانو ته د تحصیلي فرصتونو برابرولو ترڅنګ د افغانستان کانونو استخراج برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۱۶۲۳ افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د عمان او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تمریني لوبه د باران ورښت له امله بې پایلې شوه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دوه تمریني سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له عمان سره ترسره کوي.
د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون رییسې د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې بامیان کې د مغارو استوګنو لپاره سل کورونه جوړوي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، کابل کې د ابادۍ جام په نوم د جودو لومړی پړاو سیالۍ چې له ۱۵ ولایتونو ۹۰ ورزشکارانو پهکې برخه اخیستې وه، نن پای ته ورسېدې.
د افغانستان عدلیې وزارت وایي چې د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
افغان کرکټ بورډ وايي، ننګرهار کې یې د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ د میرویس نیکه جام د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ پیل کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان له څلورو کلونو وروسته، نن سهار کابل ته راغی.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په تېر حکومت کې د کونړ او غزني ولایتونو والي او د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال وحیدالله کلیمزی د دغه کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستون شو.
اقتصادي معاونیت وایي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بغلان ولایت ته تللی دی.
د قوشتېپې جام سیالیو په لړ کې مس عینک لوبډلې سپین غر ته او بُست لوبډلې بیا بند امیر ته ماتې ورکړه.