د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال وایي، هېواد یې غواړي چې د ریلي تعرفو په ۵۰ سلنه کمښت سره د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات ډېر کړي او ترانزیټي بهیر ته وده ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو دوهنیمو کلونو کې په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ درملنې شاوخوا ۲۲۰۰ نوي سایټونه جوړ شوي دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډله نن له میانمار سره دویمه دوستانه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د فوټسال ملي لوبډلې میانمار ته په دوستانه لوبه کې شپږ پر یو ماته ورکړه.
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی بازمحمد مبارز سبا له خپل فرانسوي سیال سره سیالي ترسره کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې هټیو، استوګنځایونو، سوداګریزو مرکزونو، موسساتو او اړوندو بنسټونو ته خبر ورکول کېږي چې په لوحو، لیکدړو او تابلوګانو کې د بهرنیو ژبو اصطلاحاتو له کارولو ډډه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې راتلونکو دوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوا له لارې ټرانزیټ پیلېږي.
ستره محکمه وایي، د کابل ښار لومړۍ محکمې د څلورم زون د جزا ديوان په حکم دوه کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د روسیې د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې د هرات – بولدک او افغان ټرانس د ریل پروژو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۳۸۰۰ کډوال په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په راتلونکې اپریل میاشت کې نړۍوال جام ته د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي په موخه په کندهار کې «قوشتېپې ملي شل اووریزه جام» سیالۍ ترسره کوي.
د ټایلنډ په کوربهتوب د څلورو هېوادونو ترمنځ د فوټسال سیالیو په لړ کې افغانستان نن له ټایلنډ سره لوبه کوي.