د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې په روان ۱۴۰۲ کال کې یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو تغذیې په موخه څه باندې ۱۲۰۰ کړۍ جذبي څاهګانې کېندلې دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې له سریلانکا سره خپله لومړۍ لوبه سبا ترسره کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو ۷ ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۳۰۰ کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره وایي چې یوې چینایي کمپنۍ په افغانستان کې د حرفوي زدهکړو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د المپیک ملي کمېټه وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې افغانستان د قزاقستان په کوربهتوب د وزلوبې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون وایي، د تکواندو دوو ملي لوبغاړو محسن رضایي او حکمتالله زین د متحده عربي اماراتو د «فجیره اوپن» په نړۍوالو سیالیو کې د برنزو مډالونه ګټلي دي.
په کابل کې د هېواد په کچه د والیبال درېیم پړاو تمریني او د استعداد موندنې ملي کمپ پیل شو چې په پای کې به یې د بېلابېلو لوبډلو لپاره غوره لوبغاړي وټاکل شي.
کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازېنې ټېسټ لوبه سبا پیلېږي.
پاکستان کې مېشت افغان سوداګرو په دغه هېواد کې د افغانستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې په دروازو کې باید ستونزې حل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې سیالیو په موخه دغه هېواد ته رسېدلې ده.
کابل کې د لسو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو او واټر پولو برخه کې د ملي لوبډلې لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره ۱۶ کسیزه نوملړ اعلان کړ.