د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو ۷ ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۴۰۰ کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي چې د واخان له بروغیل سیمې تر بزهای ګنبد پورې د ۶۰ کیلومتره سړک بیارغولو چارې پیل شوې او له هغه ځایه به د چین تر پولې پر غځېدونکي سړک جغل واچول شي.