له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله دویمه لوبه له نیوزیلنډ سره کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اکمالاتو او نړۍوال خوندیتوب مشره وایي، له پاکستاني چارواکو څخه یې غوښتي چې د افغان کډوالو کارتونه تمدید کړي او له هغوی سره په چلند کې دې له نرمښته کار واخلي.
د افغانستان ويلچر باسکټبال ملي لوبډلې په اسيايي او اوقيانوسيه سيالیو کې نهم مقام خپل کړ.
د افغانستان د والیبال فدراسیون ارشد مرستیال او د ملي لوبډلې پخوانۍ مشرروزونکی محمدیوسف صادق د کاناډا د والیبال فدراسیون د پروګرامونو د تخنیکي برخې همغږيکوونکي په توګه ټاکل شوې دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن له هند سره خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.
د افغانستان ويلچر باسکټبال ملي لوبډلې د اسيايي او اوقيانوسيه سيالیو په لړ کې متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه او څلورمه بریا یې هم خپله کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸مه د وزیر محمداکبر خان دویمه درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي چې ۳۷ لوبډلې به په کې برخه ولري.
ترکي سوداګرو د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې په افغانستان کې د فابریکو جوړولو، کرنې، کانونو استخراج، انرژۍ او ټکنالوجي برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی فرید بشارت سبا له خپل فرانسوي سیال تیلورلاپیلوس سره سیالي ترسره کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې تېره مېلادي میاشت د کرونا له امله په نړۍ کې نږدې لس زره کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د عراق په نیمه خپلواک سیمه کردستان کې د وسلهوالو په یوه برید کې د ترکیې پنځه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستانه ۳۰۳۷ کډوال په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.