د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو شل اووریزو سیالیو په لړ کې سبا خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کوي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې وسلهوالو پر یوې امنیتي پوستې ډلهییز برید کړی چې په کې درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اسلامي امارت د نړۍوالو همکاریو ته هیلهمند دی.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نهو موسسو سره د یو عشاریه دوه میلیارد افغانیو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د څه باندې ۲۶ زرو ښځو په ګډون نږدې ۱۱۰ زره کسان په دولتي او خصوصي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
هندوستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د یوه ورځني کرکټ په درې اړخیزه سیالیو کې افغانستان ته ستره ماتې ورکړه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو شمېرو له مخې، په تېرو ۷ ورځو کې له پاکستانه ۱۹۴۱ کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په کابل کې څه باندې ۲۳۲ زره مټریک ټنه د انګور حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډله د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له هند سره لوبه کوي.
د وزلوبې لیګ پنځم پړاو سیالیو کې سمنګان او سرپل لوبډلو پایلوبې ته لار ومونده.
مالیې وزارت وایې چې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ ودې او د دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو یې د نهه قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.