ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هند ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه

author avatar
4 Jan 2024 - 20:26
د هند ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه
author avatar
4 Jan 2024 - 20:26

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): هندوستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د یوه ورځني کرکټ په درې اړخیزه سیالیو کې افغانستان ته ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان، هند او سوېلي افریقا د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ په سوېلي افریقا کې روانې دي.

د هند ۱۹ کلنو لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبغاړو یو ځل بیا د هند پر وړاندې سمه لوبه ونه کړه او ټوله لوبډله په ۳۳ اوور کې په ۸۸ منډو وسوځېدله او هند ته یې د ۸۹ منډو هدف ورکړ.

د هند لوبډلې یاد هدف په دولسم اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د یادونې ده، افغانستان په درې اړخیزه سیالیو کې تر اوسه دوه لوبې ترسره کړي چې سوېلي افریقا ته یې ماتې ورکړې او هندوستان ته یې بیا لوبه بایللې ده.

په دې سیالیو کې به هره لوبډله له بلې سره دوه-دوه لوبې کوي.

 

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.