Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اووریزو لوبو لړۍ سبا پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو شل اووریزو سیالیو په لړ کې سبا خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کوي.

کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د هند پر وړاندې لومړۍ شل اووریزه نړۍواله لوبه کوي.

کرکټ بورډ ویلي، یاده لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په شپږو بجو پیلېږي.

سرچینې زیاته کړې چې افغان لوبغاړو تېر ماښام د هند پر وړاندې د راتلونکې لومړۍ شل اووریزې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تمرینات هم ترسره کړي دي.

دغه راز افغانستان به له هند سره خپله دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۴مه او درېیمه لوبه بیا د همدې میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره کړي.

د یادونې ده، افغانستان به له یادو سیالیو وروسته له سریلانکا او ایرلېنډ کرکټ لوبډلو سره ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اووریزې لوبې هم ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.