Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل ( پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه سیالیو کې خپله لومړی شل اوریزه لوبه پاکستان ته وبایلله. نننې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستان د ډرون بريدونو په غبرګون کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی او د احتجاجليک د ورسپارلو ترڅنګ یې ویلي چې «دغه ډول بېمسؤولیته کړنې تر شا حتما عواقب لري.»
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ایرلېنډ د ملي لوبډلې مخکنی الرونډر جانموني د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي او استرالیایی نیرملان تنابالازینګم د نوي ډاکتر (فیزیوتراپېسټ) په توګه ټاکل شوي دي.
د مرکزي اسیا د فوټبال کنفدراسیون د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو جام (کافا) د ګروپي سیالیو مهالوېش اعلان کړی چې له مخې یې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د وږي په اوومه له ایران سره ترسره کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد يې لېوال دی چې افغانستان د «یو کمربند یوه لار» ستره پروژه کې رسماً شامل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې لوبغاړي په کابل کې د لس ورځني تمریني کمپ له بشپړولو وروسته د افغانستان، اماراتو او پاکستان ترمنځ په راتلونکې لوبلړۍ کې د ګډون لپاره نن متحده عربي اماراتو ته ولاړل.
کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل
کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا او فټنس
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې اوسمهال په افغانستان کې د اوړو د تولید شاوخوا ۲۰۰ فابریکې فعالیت کوي او د هېواد د اړتیا وړ شاوخوا ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدېږي.
د راپورونو له مخې، د نایجیریا په شمالي سوکوټو ایالت کې په یوه سیند کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۴۰ کسان نادرکه شوي او لس ژوندي ژغورل شوي دي.
د افغانستان د پهلوانۍ او زورخانهیي فدراسیون له لوري په کابل کې د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې به دوام ولري.
د المپیک ملي کمېټې، یوه خصوصي شرکت او د بادغېس ولایت د فوټبال تنکي لوبغاړي محمدعثمان عاطف ترمنځ یو هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې یې، د نوموړي د زدهکړو ټول لګښت د دغه شرکت لهخوا ورکو کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP