د افغانستان د کتابپلورونکو اتحادیې مسوولین وایي، په هېواد کې د ٥٥٠ کتابپلورنځيو او ۲۰۰ خپرندویه ټولنو له ډلې ډېر لږ یې فعالیت کوي چې ورسره د کتابونو پیر او پلور هم کم شوی دی.
افغان سوکوهونکي بهرام سالاري د اتریش په ملي سیالیو کې د سرو زرو مډال له ګټلو وروسته د دغه هېواد د کیک بوکسینګ ملي لوبډلې ته لار وموندله.
د ورزش او المپیک ملي کمېټه وایي، د سنوکر ملي لوبډلې دوه لوبغاړي په اسیایي لوبو کې د ګډون په موخه نن قطر ته ولاړل.
په ايټالیا کې د افغانستان سفارت وایي چې په دغه هېواد کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د مړه شوو ۴۸ افغانانو هویت تثبیت شوى دی.
د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د درېيو شل اوریزو لوبو ترسره کولو لپاره د چمتووالي په موخه د تمریناتي کمپ ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ ۲۴۸۷ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې پر خوارځواکۍ اخته امیدوارو او شېدېورکوونکو مېرمنو شمېر ۲۵ سلنه ډېر شوى دى.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ځانمرګي بريد له امله ۹ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د خوړو او درملو ادارې مسوولین وایي، روان کال په کابل ښار کې ۳۷۹ درملتونونه د خپلسري فعالیت او مسلکي کسانو نه درلودلو له امله تړل شوي دي.
افغان سوکوهونکي محمد زماني نن د اسیا د ډبلیوبياې (WBA) اتلولۍ پر کمربند سیالۍ کې له خپل ټایلنډي سیال څخه ماتې وخوړه.
کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۱): افغان سوکوهونکی محمد ذکریا زماني سبا د اسیا د ډبلیوبياې (WBA) اتلولۍ پر کمربند له خپل ټایلنډي سیال سره لوبه
کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۱): د چاغښت نړۍوال فدراسیون چارواکي وایي، که اړین ګامونه پورته نه شي، تر ۲۰۲۵ کال پورې به د نړۍ د