منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان سوک‌وهونکی زماني سبا له خپل ټایلنډي سیال سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۱۲ کتنې

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۱): افغان سوک‌وهونکی محمد ذکریا زماني سبا د اسیا د ډبلیو‌بي‌اې (WBA) اتلولۍ پر کمربند له خپل ټایلنډي سیال سره لوبه کوي.

د راپورونو له مخې، د زماني سیال د خپل هېواد په کچه لومړی او په نړۍ کې ۷۷یم ځای لري.

سرچینه زیاتوي، ټایلنډي سوک‌وهونکی په ډبلیو‌بي‌اې سیالیو کې تر اوسه ۴۶ لوبې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې افغان سوک‌وهونکي بیا تر اوسه پنځه سیالۍ کټلې او یوه یې مخکې همدغه سیال ته بایللې ده.

د ازادو سیالیو مشهور افغان لوبغاړي احمدولي هوتک پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې یاده سیالي سبا سهار د کابل پر وخت اته بجې د ټایلنډ په بانکوک ښار کې ترسره کیږي.

هوتک، زماني ته په یاده سیالۍ کې د بریا غوښتنه کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې