کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۱): د چاغښت نړۍوال فدراسیون چارواکي وایي، که اړین ګامونه پورته نه شي، تر ۲۰۲۵ کال پورې به د نړۍ د ټول نفوس نیمایي د چاغښت له ستونزې سره مخ شي.
بيبيسي د یاد فدراسیون په حواله لیکلي چې که اړین اقدامات ونه شي، چاغښت به تر څلور میلیارد پورې کسان اغېزمن کړي چې ډېر به یې ماشومان وي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، ویل کېږي د اسیا او افریقا هغو هېوادونو وګړي به په دې لړ کې ډېر اغېزمن شي چې عاید یې لږ او په متوسطه کچه کې وي.
راپور کې راغلي، ډېرو پروسس شوو خوړو ته د تمایل زیاتوالی، د پېر او پلور کنټرول کمزورې پالیسي او د روغتیايي او وزن کنټرول زدهکړو کې د مناسبو سرچینو کموالی د چاغښت ډېرېدو له لاملونو دي.
د چاغښت نړۍوال فدراسیون مشر لوییس باور ویلي، د دغه راپور څرګند خبرداری دا دی چې همدا اوس باید د یادې ستونزې مخنیوي لپاره اقدامات پیل شي.
د یاد راپور د اټکل له مخې، چاغښت به پر نړۍوال اقتصاد هم منفي اغېز وکړي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، د یاد راپور معلومات به د دوشنبې په ورځ ملګرو ملتونو ته هم وړاندې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











