د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني ولایت د ګيلان ولسوالۍ قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو د ناسمو رواجونو د مخنیوي په موخه یو ۱۳ مادهییز پرېکړهلیک صادر کړ.
د ميدانوردګو په چک ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور کسان ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو لایت په مرکز کې د شپږو ولایتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د میدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غزني د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه یې په ولسوالیو کې هم موټرچلوونکو ته د لیسنسونو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د میدانوردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې لېوانو د یوه کس ۱۹ پسونه وژلي او ګڼ شمېر نور یې داړلي دي.
مسوولین وایي چې په غزني او فاریاب ولایتونو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د ميدانوردګو ولايت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د غزني سیندیزه حوزه وایي، د نږدې ۱۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د سردې بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې بشپړې شوې.
د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د شپږنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جغلاچونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني ولایت په مرکز کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو په منځګړتوب د دوو دښمنو قومونو ترمنځ دوه کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د ميدانوردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د قلمونو جوړولو یوې فابریکې فعالیت پيل کړ.