میدانښار (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د ميدانوردګو ولايت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ ویاند محمدیوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ د مشنګ کلا سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار یوه مازدا او کرولا موټرو ټکر کړی دی.
هغه زیاته کړه: «کرولا موټر اول یو پلی کس وهلی، بیا یې له مازدا سره ټکر کړی، پلی کس مړ شوی او په کرولا کې سپاره پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.»
د نوموړي په خبره چې ټپيان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو په همکارۍ د یادې سیمې روغتيايي مرکز ته انتقال شوي دي.
اسرار وايي چې پېښه د کرولا موټر د چلوونکي بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ مخکې هم د میدانوردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP