سېمهییز چارواکي وایي، د غزني اندړو ولسوالۍ لپاره د څه کم شل میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د دوو ترافیکي پېښو له امله اتو کسانو ته مرګژوبه اوښتې.
د غزني ولایت په مرکز کې د شاوخوا سلو خصوصي ښوونځیو د څه باندې زرو زدهکوونکو ترمنځ د سيرت النبي سيالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزني امریت وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د ۱۸ ولسوالیو د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پیل شوې.
غزني ولایت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د دوستۍ والیبال جام سیالۍ د ازادي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غزني د ورزش امریت وايي چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۱۳۴ لوبغاړو ترمنځ د سوکوهنې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
د غزني کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۴۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې یو کوډګر او د هغه پنځه ملګري نیول شوي دي.
د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍکې د دوو کورنيو ترمنځ یو کلنه دښمني د قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په منځکړتوب حل او فصل شوه.
د غزني ولایت په دوو ولسوالیو کې د لس میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې.
غزني کې ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د «چلنج کپ» تر نامه لاندې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې.
په غزني ولایت کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د «قلعهجوز» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.