د میدانوردګو په جغتو ولسوالۍ کې د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په غزني کې یو کس په خپلمنځي نښته کې وژل شوی او یو بل کس بیا په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.
د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او اووه نور ټپیان دي.
غزني کې د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو ۴۴ اسلرونکو ترمنځ د نیزې وهنې سيالۍ ترسره شوې.
د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د نږدې لس میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په غزني ښار کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو د جدولونو جوړولو او رنګولو چارې پيل شوې.
د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي دی.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه کسان د شیشې په نوم له ۱۷ کیلوګرامه نشهيي توکو سره نیول شوي دي.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۱۵۳ میلیون افغانیو په لګښت ۳۲۸ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني ولایت په کوربهتوب د پنځو ولایتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش اداره وایي، پرون د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د سلو لوبغاړو ترمنځ د فريفایټ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال بي ليګ سيالۍ د «انصاري قهرمان» لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.