د غزني ښار نواباد سیمه کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د څلورو ترانسفرمرونو په نصبېدو سره۱۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.
د غزني په مرکز کې د خلکو په مالي لګښت د هلکانو او نجونو دوو دیني مدرسو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
په غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اووریزې سیالۍ پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د میدانوردګو د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت مرکز او درېیو ولسوالیو په څلورو ښوونځیو کې د اتو میلیون افغانیو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
په ننګرهار او غزني ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په ۲۰ میلیون افغانۍ لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
وروستیو پرله پسې ورښتونو غزني کې د بالاحصار په ګډون د یو شمېر تاریخي ابدو ځینې برخې نړولې دي.
د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې یې هغه مهال درې انسانتښوونکي نیولي دي چې غوښتل یې یو ۱۷ کلن هلک وتښتوي.
د غزني حکومتي مسوولین وايي، د ناور ولسوالۍ عمومي لار چې د واورې ورېدو له امله یوه اونۍ مخکې تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
غزني کې د فوټسال الف لوبډلو غوره لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ د طلوع لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.