حکومتي چارواکي وایي چې د غزني ولایت په مرکز کې پر دوو «قاتلینو» د قصاص حکم پلی شو.
د غزني ټولګټو ریاست وايي، د دغه ولایت د مالستان، اجرستان او ناهور ولسوالیو لارې چې دوه اونۍ مخکې د واورې اورېدو او ښویېدو له امله تړل شوې، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
حکومتي مسوولینو نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د غزني ولایت په مرکز کې د څلورو صنعتي پارکونو لپاره ځمکه ځانګړې کړه.
د غزني ښاروالۍ له لوري د دغه ښار سړکونو ترمنځ ګلدانو کې د سمسورتیا ساتنې په موخه د نهه میلیون افغانیو په لګښت د قطرهيي اوبو لګولو سيسټم جوړولو چارې پيل شوې.
په غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د اریانا لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یوه کس ځانوژنه کړې او یو بل کس په اببند ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې وژل شوی دی.
د غزني په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د غزني د امربالمعروف ریاست وایي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالي کې یې د انساني وېښتانو پېرلو په تور ۲۵ کسان نیولي دي.
غزني ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال وايي چې حکومت دې د دوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د غزني پوهنې ریاست مسوولین وايي چې سږ کال د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې خلکو د ښوونځیو او مدرسو جوړولو لپاره دغه ریاست ته ۴۰ جریب ځمکه وقف کړې ده.
د غزني د ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سيالۍ پیل شوې.
د غزني امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یو کس د ډبرو سکرو د ګاز نیونې له امله مړ شوی دی.