ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال خپلو ماشومانو ته د زده‌کړو غوښتنه کوي

غزني ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال خپلو ماشومانو ته د زده‌کړو غوښتنه کوي

غزني ښار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): غزني ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال وايي چې حکومت دې د دوی ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

هغوی وايي چې د بېوزلۍ له امله یې ماشومان پاکستان کې هم له زده‌کړو پاتې وو او دلته يې هم تر اوسه برخلیک معلوم نه دی.

غزني کې د دغو کډوالو له ډلې شېرګل پژواک ته وویل چې درې میاشتې وړاندې له پاکستانه خپل هېواد ته راستون شوی دی.

هغه وايي چې د خوراکي توکو د کمښت او سرپناه نشتون ترڅنګ د خپلو شپږو ماشومانو زده‌کړو ته هم اندېښمن دی.

دی زیاتوي: «زه خپله معیوب یم، کار نه شم کولای، پاکستان د غریبۍ له لاسه مې ماشومانو درس نه دی ویلی او دلته یې هم تر اوسه سرنوشت معلومه نه دی چې درس یې څنګه کېږي؟»

دغه راز، د شېرګل مېرمنې نازو هم پژواک ته وویل چې د اولادونو د تعلیم برخې ته د ډېرو اندېښنو له امله پر رواني ستونزو اخته شوې ده.

همدارنګه یوه بل راستانه شوي کډوال محمدجمیل پژواک ته وویل چې د راستانه شوو کډوالو کورنیو ماشومانو ته باید په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

هغه وویل: «اته بچيان لرم او د کډوالۍ له امله ټول بې تعلیمه پاتې شوي، خو اوس غواړم چې په خپل هېواد کې زده‌‌کړې پرې وکړم.»

۱۲ کلن حسیب هم چې له پاکستانه راستون شوی، هېله لري چې خپل هېواد کې له نورو افغان ماشومانو سره یوځای زده‌‌کړې‌ وکړي.

دی وایي: «هلته مې زده‌کړې کولې، درسونه مې ښه روان وو او هيله مې لرله چې خپلې زده‌کړې به بشپړې کړم، خو هغه هر څه پاتې شول.»

یو شمېر نورو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې خپلو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.

د یادې موضوع په اړه د غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ريیس مولوي محمدعمر عادل پژواک ته وویل چې د کډوالو ستونزو د ارزونې او ورته د رسېدنې په موخه کمېسيون جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د کډوالو ستونزو د حل لپاره پوره چمتووالی نیول شوی او د اسلامي امارت د لایحې له مخې به یې ماشومانو ته په ښوونځیو کې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د یادونې ده، د تېر کال له نوامبر میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت له نیم میلیون ډېر افغانان بېرته افغانستان ته راستانه کړي دي.

Visits: 160

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.