د غزني د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت یو معیاري روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
غزني کې یو شمېر خبریالانو په یوه ناسته کې د دغه ولایت له چارواکو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې خپلې شته ستونزې شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
د غزني امنیې قوماندانۍ مسؤولین وايي، تېرو نهو میاشتو کې یې د بېلابېلو جنایي او تروریستي جرمونو په تړاو ۵۷۰ کسان نیولي دي.
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د یو شمېر سیمو قومي مشران او دیني علمان وايي په سیمو کې یې یو ښوونځی هم شتون نه لري.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، په دغه ولایت کې ځینې تاریخي ابدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او زیاتوي چې حکومت دې یې ساتنې او بیارغولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د غزني ښاروالي وايي چې سږ کال یې تر اوسه د ۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت د تېرو کلونو یو شمېر نیمګړو پاتې پروژو چارې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په سردې سیمه کې د یو شمېر ځوانانو په شخصي لګښت د لس کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني برېښنا شرکت وايي چې د غزني ښار اړوند نواباد سیمې ۱۲۵۰ کورونو ته یې د برېښنا رسولو پروژه بشپړه کړه.
سېمهییز مسوولین وایي، په غزني ولایت کې د ګڼهګوڼې د مخنیوي په موخه د لویو باروړونکو موټرو لپاره ځانګړی تمځای پرانېستل شو.
د غزني د ورزش او بدني روزنې امریت له لوري په دغه ولایت کې د والیبال دوولسو لوبډلو ترمنځ ژمنۍ سیالۍ پیل شوې چې شل ورځې به دوام ولري.
د غزني ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د ناوې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، د دې ولسوالۍ نږدې ټول ماشومان له زدهکړو محروم پاتې دي؛ ځکه د ټولې ولسوالۍ په کچه چې شاوخوا ۵۰۰ لوی او واړه کلي لري، یوازې یو منځنی ښوونځی فعال دی.