ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني خلک: د دغه ولایت یو شمېر تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

د غزني خلک: د دغه ولایت یو شمېر تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ ): د غزني یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، په دغه ولایت کې ځینې تاریخي ابدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او زیاتوي چې حکومت دې یې ساتنې او بیارغولو ته جدي پاملرنه وکړي.

غزني کې یوه قومي مشر عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت کې د هېواد په کچه ډېر شمېر تاریخي ابدې او کلتوري ځایونه شتون لري چې د نه پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کې دي.

هغه زیاتوي، غزني کې د تاریخي ابدو له ډلې یوه هم د غزنین تاریخي کلا ده چې شاوخوا درې‌نیم زره کاله مخینه لري او د ۳۶ برجونو له ډلې ۱۵ یې نړېدلي او پاتې نور یې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړی وایي: «د غزني منارونه، زوړ ښار، بالاحصار، حضرت عثمان د وخت جومات، بېګم منار، سردار تپه، د شیخ عبدالسلام مزار، د شیخ عبدالرزاق مقبره او یو شمېر نور تاریخي ځایونه او تاریخي ابدات دي چې زیات ارزښت لري، خو وضعیت یې ښه نه دی.»

ورته وخت کې یوه بل قومي مشر صوفي ملاخېل وویل، که د غزني تاریخي ابدو ساتنې ته پاملرنه ونه شي، د دې وېره شته چې پر کنډواله بدلې شي.

هغه وايي: «هر فرهنګي اثر او ابده په حقیقت کې زموږ د ویاړلي تاریخ یوه پاڼه ده، که دا اثر یا ابده له منځه ځي او ویجاړېږي، نو مانا به یې دا وي چې زموږ د تاریخ یوه پاڼه له منځه ځي، د تاریخ د پاڼې له منځه تلل د دې مانا لري چې زموږ د نسلونو ترمنځ تاریخي، فرهنګي او د ارزښتونو تسلسل به له منځه لاړ شي.»

ورته مهال، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم یاده ستونزه مني او وايي، دغه ولایت کې ډېرې تاریخي ابدې شته چې تر درې زرو کلونو تاریخي مخینه لري.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمید‌الله نثار پژواک ته وویل: «هڅه روانه ده او په دې اړوند مو څو ځله له وزارت سره هم اړیکه نیولې چې د غزني ډېرې تاریخي ابدې دې بیا ورغول شي.»

د هغه په خبره، د روان کال په لومړیو کې د غزني ۱۰ تاریخي ابدې زلزلې زیانمني کړې وې چې له ډلې یې د غزنین کلا، د منارونو د فرش ډبرې، د لومړي سلطان مسعود، محمدشریف خان، د خواجه ملکیار پرنده او د تاج اولیاء تاریخي ابدو د بیارغولو کارونه بشپړ شوي او د پاتې څلورو د بیارغولو چارې به یې راتلونکی کال پیل شي.

نوموړی له نړۍوالو فرهنګي سازمانونو غواړي چې د دغو تاريخي ابدو د ساتنې لپاره ورسره همکاري وکړي.

د یادونې ده، غزني د افغانستان یو له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې ګڼ شمېر تاریخي ابدې په ‌کې شتون لري.

د دغه ولایت شاوخوا سل تاریخي سیمې او ابدې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره هم ثبت دي او په همدې اساس په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن مرکز ونومول شو.

Views: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.