د غزني د مرکز بېلابېلو سيمو قومي مشرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته کورنۍ له زوم څخه د لوړ ولور او د واده ډېرو لګښتونو په نوم د پيسو اخيستو حق نه لري.
د غزني ځايي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې اوس هم ځیني کسان د لرغونو سیمو او ځمکو د غصب هڅه کوي خو زیاتوي چې د دغه کار مخنیوي برخه کې یې جدي اقدامات کړي او څوک نه پرېږدي ځمکې غصب کړي.
د کابل – کندهار لویې لارې یو شمېر موټرچلوونکي وایي، د دې لارې ډېرې برخې اړول شوې خو د جوړولو چارې یې ټکنۍ دي چې له امله یې مسافر او موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د غزني ښاروالي وایي، د دغه ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند د قلعهیعقوب غیرپلاني سیمه یې په پلاني سیمو کې شامله کړې، څو د یاد ښار اساسي پراختیا ته لاره هواره شي.
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې یوه ځوان هوډ کړی چې د خپلې سیمې جناباد لومړني ښوونځي لپاره په خپل مټ او شخصي لګښت ودانۍ جوړه کړي.
په غزني کې د ۲۴ جوړو ډلهییز واده مراسم ترسره شول چې د اړوندو کورنیو سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو په کې ګډون کړی و.
غزني کې د سلطان او سردې اوبو بندونو ته په لومړي ځل کښتۍ وروړل شوې خو هلته یو شمېر ورغلي کسان وايي، په دغو بندونو کې د پانګونې ترڅنګ باید د ژوند خوندیتوب لپاره وسایل هم باید په پام کې ونیول شي چې اوس نشته.
غزني ښار (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): په غزني کې يو شمېر نجونې وايي، د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي
د غزني د ګېرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په دېسي او بډي سیمو کې هیڅ ښوونځي نشته او ماشومان یې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
غزني کې امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپیان شوي دي.
د غزني د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د باغچري بند له اوبو ډک شوی او د دوی د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره باید د دغه بند اوبه ور خوشې شي.
غزني کې یو شمېر بڼوال وايي، د دوی د مڼو، زردالو، شفتالو او ځینې نورې مېوهلرونکې ونې پر یو ډول ناروغۍ اخته شوې او حاصلات یې زیانمن کړي دي.