Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.
د غزني ښاروالي وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د درېيو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د غزني ولایت پر نشهيي توکو د روږدو درملنې په ۵۰۰ بستریز مرکز کې روږدو ته د سواد زدهکړې کورسونه پيل شوي دي.
د میدانوردګو سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو.
د غزني په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزارهګانو ترمنځ نهه کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
په غزني ولایت کې د ۱۲ لوبډلو د ۱۴۴ لوبغاړو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
په غزني کې د ۴۰ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې د اړوندو کورنیو سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو په کې ګډون کړی و.
د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني والي وايي چې د دغه ولایت له دولتي پوهنتون څخه نوو فارغ شوو محصلینو ته په دولتي او غیردولتي ادارو کې کاري فرصتونه برابرېږي.
د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د سلو ورزشکارانو ترمنځ د وشو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP