مسوولین وایي چې د ننګرهار ولایت د نوي جوړېدونکي ګمرک د احاطې دېوال جوړېدو چارې د ۵۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې.
ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي چې د تورخم دروازه د درېیمې ورځې لپاره هم د ترانزیټ او ناروغانو پر مخ تړلې ده او دواړو خواوو ته ګڼ شمېر باروړونکي موټر او ناروغان د تګ راتګ انتظار کوي.
د ننګرهار د ټولګټو رياست له لوري د دغه ولايت د سپينغره لمن کې د ۱۰ میليون افغانيو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو او يوه حلقوي سړک رغولو پروژې بشپړې شوې.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست او په دغه ولايت کې د خښتو بټيو مالکان وايي چې په بټیو کې د پخوا په پرتله د کارګرو ماشومانو شمېر کم شوی دی.
د جلالاباد ښاروالۍ مسوولين وايي، په ۱۴۰۲ مالي کال کې يې د ۳۶۰ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې ۱۸ پروژې بشپړې کړې دي.
د ننګرهار پوهنې ریاست وايي، د دغه ولايت د حصارک ولسوالۍ د پوهنې امر کور ته ناپېژانده کسانو لاسيبم غورځولی چې له امله يې د هغه څلور کوچنۍ لوڼې وژل شوې دي.
د ننګرهار کانال رياست له لوري د خصوصي سکټور په همکارۍ د سبزيو اصلاح شوو تخمونو د توليد او تکثير مرکز جوړ شو چې ټول هېواد ته به ترې اصلاح شوي تخمونه ورکول کېږي.
ننګرهار ولايت کې مسوولین وايي، تورخم کې د ګمرک کارکوونکو پاکستان ته د یوه اندازه قيمتي او نيمهقيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ننګرهار پوهنتون په کوربهتوب د اقليم بدلون نړۍوال کنفرانس جوړېږي چې د بېلابېلو هېوادونو پوهان او متخصصين به په کې برخه واخلي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۲۲ ولسواليو د کرکټ منتخبو لوبډلو ترمنځ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶۲ کلنه دښمني د قومي مشرانو او سیمهییزو مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۹ ميليونو او ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت د يوه سړک جوړېدو چارې پيل شوې.