تورخم ښارګوټي ته څېرمه د کډوالو په دويم پڼډغالي کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو لپاره په پاخه ډول د ۷۰ کورونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مرستيال ځانګړي استازي د ننګرهار ولايت اړوند تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت ليدنې پر مهال له هغوی سره د اوږدمهاله او لنډمهاله مرستو ژمنه وکړه.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د تورخم له لارې د کډوالو راستنو شوو یو شمېر کورنيو سرپرستان په پاکستان کې د پولیسو له خوا بندیان شوي دي.
د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د دوو سړکونو پخولو چارې پيل شوې.
په تورخم کې له پاکستانه راستانه شوي يو شمېر کډوال وايي، تورخم کې دې د دوی د ثبت او ورسره د مرستو لړۍ چټکه شي.
حکومت، سوداګر، مدني فعالان او عامو خلک په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو افغان کډوالو خواړه وېشي.
ننګرهار ولايت ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال وايي، د سرپناه نه موجوديت او د ژمي راتګ اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې ورته کورونه جوړ کړي.
په تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه راغلي کډوال وايي چې د پاکستان حکومت له لوري په زور ایستل شوي، دا مهال له ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتيا لري.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو تورخم ته له افغان کډوالو سره د مرستې په موخه ګڼ شمېر نقليه وسايط لېږلي دي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د رياستالوزرا د مالي او اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي تورخم ته سفر کړی دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين او د جلغوزيو سوداګر وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د جلغوزيو په حاصلاتو کې په بېساري توګه کموالی راغلی دی.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د پاکستان حکومت له لوري په اجباری ډول د افغان کډوالو ایستلو لړۍ په دوام په تېرو دوو ورځو کې يو ځل بیا ۲۴۶۰ نورې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.