د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۲۱ کسان ټپيان شوي او يوه ماشومه مړه شوې ده.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۲ ميليون او ۸۰۰ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو پنځه پروژې بشپړې شوې دي.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د شخړې پر مهال لاسي بم غورځولو له امله دواړه ټپیان شوي دي.
د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، تېره اونۍ د تورخم له لارې ۱۱۷ کورنۍ چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد يې نه درلودل، بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښاروالۍ مسوولين وايي، په تېر لمریز کال کې د ۲۹۰ میليون افغانيو په لګښت ۱۴ رغنیزې پروژې پلې شوې دي.
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې پر لس جريب ځمکه د جوړېدونکې معیاري سړېخونې ځنډېدلې چارې به ډېر ژر د کرنې وزارت له لوري بېرته پیل شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، اوسمهال د دغه ولايت په شپږو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۶۰ جریب ځمکه ځمکني توتان کرل شوي او هر جریب یې ۸۰۰ کیلوګرامه حاصل ورکوي.
د ننګرهار ولايت له څلورو ولسواليو راټوله شوې نږدې ۳۰۰ ميله وسله دفاع وزارت ته وسپارل شوه.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د نهه میلیون او ۸۱۰ زره افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو او ويالو کانکرېټ کولو چارې پيل شوې.
د کرنې او اوبولګونې وزارت وايي، د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې -چې د طبعي ځنګلونو، ښکلاګانو او شنو ساحو درلودونکې ده- ډېر ژر به یو ملي پارک جوړ شي.
د جلالاباد ښاروالۍ له لوري له یو شمېر ښاريانو سره په ګډه د ښار پاکولو اشر پيل شو چې پکې د ښار بېلابېل واټونه له کثافاتو پاک شول.
د کورنيو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستيال وایي، په ننګرهار ولايت کې سږ کال پر ۹۰۰۰ جريب ځمکه کرل شوي کوکنارو له منځه وړل شوي دي.