د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر سرپرست وزیر د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د اسلامي نړۍ پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، اسلامي هېوادونه دې له یو او بل سره همکاري وکړي او د چا تر فشار لاندې دې نه راځي.
په بامیان کې له ۶۴۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو، په پکتيا کې له ۱۲۷۰ کورنيو سره د سولري برېښنا وسایلو او په میدان وردګو کې له ۳۰۳ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په فراه ولایت کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره د مرستو لړۍ پيل شوه او په زابل کې له ۵۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
په بلخ ولايت کې د پروني بريد مسوولیت چې په پایله کې یې د دغه ولایت د والي په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او څلور نور ټپیان شول، داعش ډلې منلی دی.
مسوولین وايي چې امنيتي ځواکونو د کابل ښار په لسمه حوزه کې د غلو د يوې مخکې نيول شوې ډلې یوه ښځينه غړې هم نیولې ده.
د هېواد په درېیو ولایتونو فراه، لغمان او میدان وردګ کې پر زرګونه اړو کورنیو د خوراکي توکو او نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه.
د افغانستان د علومو اکاډمي مسوولین وايي، سږ کال يې ۳۳ عنوانه کتابونه، ۳۸ عنوانه مجلې او ۴۵ عنوانه جریدې چاپ کړي دي.
د کار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې په دولت کې له تحول راهيسې د ښځو د کار کچه په کمسارې توګه راټیټه شوې ده.
په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د کراچۍ له زندان څخه ۱۳۷ افغانان خوشي شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې وايي د رسنیو اقتصادي ستونزو د حل لپاره يې هڅې پیل کړي، د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له افغان رسنیو، رسنیزو بنسټونو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.
په زابل کې له نږدې ۷ زره بېوزلو کورنیو سره د مرستې لړۍ پيل شوه او د کډوالو چارو وزارت بیا په ۱۰ ولایتونو کې له ۷ زره ۵۶۲ اړو کورنیو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غېرخوراکي توکو د مرستې خبر ورکوي.
په پکتيکا او لوګر کې پر څه باندې ۵۲ زره اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، ميدان وردګو کې له ۴۶۴ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غيرخوراکي توکو او لغمان کې له ۳۹۰ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP